Jun 14, 2022 16:00 Asia/Kabul
  • ۱۶۵ پاکستانیان پي آیی اې الوتکې د سوریې څخه کراچۍ ته را ورسول

د پاکستان ملي هوايي شرکت یوه ځانګړې الوتکه په سوریه کې بند ۱۶۵ پاکستانيان د کراچۍ هوايي ډګر ته را رسولي دي.

د چارواکو په وینا د اسرائیلو په برید کې د دمشق هوايي ډګر زیانمن شوی او حاجیان د حلب له لارې کراچۍ ته وړل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د اسراييلو د هوايي بريد له امله د دمشق په هوايي ډګر کې د الوتنو فعاليت سخت اغېزمن شوى او يو شمېر سيمه ييز او نړيوال پروازونه لغوه شوي دي.

خو په دمشق کې د پروازونو د ځنډولو وروستو خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په سوريه کې د بند پاتې پاکستانيانو د سمدستي واپسي د يقيني کولو امر کړی وو .

 

ټیګونه