Jun 24, 2022 11:44 Asia/Kabul

 د افغانستان په خوست او  پکتیا ولایتونو کې د چارشنبې سهار وختي  په زوروې زلزلې کې د وروستیو اطلاعاتو په اساس کابو یو زر پنځه سوه کسان وژل شوي او کابو دوه نیم زره نور ټپیان شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ ، د پآکستان  لومړي وزیر د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې  د رووستۍ زلزلې له امله له کړیدلو خلکو سره دمرستو په باب د طالبانو  دموقته حکومت له لومړي وزیر سره  ټيلیفونی خبرې وکړې .

 د افغانستان په خوست او  پکتیا ولایتونو کې د چارشنبې سهار وختي  په زوروې زلزلې کې د وروستیو اطلاعاتو په اساس کابو یو زر پنځه سوه کسان وژل شوي او کابو دوه نیم زره نور ټپیان شوي دي .

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف  په دغو ټيلیفوني خبرو کې دافغانستان له ولس سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره  روښانه کړې ده ، پاکستان په دغو سختو شیبو کې  د خپلو افغان وروڼو تر څنګ مټ په مټ  ولاړ دی  او  د  ضروري درلمو او دغه راز په افغانستان کې د تاواني شوو  کسانو د اړتیاوړ نورو شیانو د برابرولو لپاره  هڅه کوي.

 په دې اړه له کابله زمونږ دخبریال راپور هم په ګډه سره آورو . 

 

ټیګونه