Jun 25, 2022 14:25 Asia/Kabul
  • د تحریک طالبان له شرطونو سره د پاکستان د حکومت کلک مخالفت

 د پاکستان د کورنیو چارو وزیر راناثناء ا...  په یولړ څرګندونو کې  دغې خبرې ته په اشارې سره ټينګار کړی ، د ټي ټي پي  بندیان  په تیره  بیا هغه کسان  به چې په پیښور کې ئې په ښونځي حمله کړې وه ،د ترهه ګرو عواملو په توګه  خوشي نه کړي . د پاکستان دملی امنیت شورا هم د تحریک طالبان پاکستان د شرطونو په ردولو سره  په دې باب فیصله  پارلیمان ته سپارلې ده .

د پاکستان حکومت  له تحریک طالبان یا هماغه ټي ټي پي سره دسولې د موافقې د لاسلیک کولو لپاره ددغې غیر قانوني ډلې له شرطونو سره مخالفت وکړ .

 د پاکستان د کورنیو چارو وزیر راناثناء ا...  په یولړ څرګندونو کې  دغې خبرې ته په اشارې سره ټينګار کړی ، د ټي ټي پي  بندیان  په تیره  بیا هغه کسان  به چې په پیښور کې ئې په ښونځي حمله کړې وه ،د ترهه ګرو عواملو په توګه  خوشي نه کړي . د پاکستان دملی امنیت شورا هم د تحریک طالبان پاکستان د شرطونو په ردولو سره  په دې باب فیصله  پارلیمان ته سپارلې ده .

  د افغانستان طالبان هڅه کوي ، د پاکستان دحکومت او پوځ  او دتحریک طالبان یا ټي ټي پي ترمینځ خبرې اترې ترسره کړي . په همدې دلیل  له کابو یوې میاشتې راهسې په کابل کې د دواړو لورو د  استازو ترمینځ دخبرواترو  کوربتوب کوي . د موافقې سختو شرائطو او د لورو سختو دریځونو ته په پام سره ، دپاکستان حکومت ، کابل ته  دمذهبی او قومي شخصیّتونو دوه جلاجلا پلاوي  لیږلي څو د مشرانو او سپين روبو   په وساطت سره  د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان یا ټي ټي پي  ترمینځ  احتمالي موافقه وشي .

 په عین حال کې داسې ښکاري  تحریک طالبان پاکستان  ځيني شرطونه مطرح کړي دي ،  چې منل ئې  د تحریک طالبان په وړاندې د پاکستان د پوځ او حکومت یوه اساسي کمزوري کیدلی شي .

دسیاسی چارو یو کارپوه او شناندی امین فرجاد  په دې باب وائي ، په پاکستان کې فرقه پالې او ترهه ګرې ډلې ښې پوهیږي ، د دوي  د کسانو نیول کیدا څه  خاص اعتبار نه لري او  دوخت په تیریدا سره  په موافقې یا له زندانه دتښتې په شرائطو برابریدا سره  خوشي کیږي  او اوس هم ټي ټي پي تمه لري،  د پاکستان حکومت او پوځ دتحریک طالبان د غوښتې په وړاندې تسلیّم شي.

 دې ته په پام سره  چې څو کاله مخکې په پیښور کې په یوه ښونځي باندې په حملې کې زیاتره د پوځیانو بچیان  وژل شوي وو،  په دې باب هرډول لټي اوسستي او یا د  حملې  دعواملو خوشي کیدا  د پوځ په داخل کې  له منفي غبرګون سره مخامخ کیدلی شي .  په دغې حملې کې چې  په ۲۰۱۴کال کې شوي وه ،  کابو یو سل پنځوس زده کونکي وژل شوي وو ، چې زیاتره د پوځیانو او افسرانو بچیان وو .

پر دې اساس که  دپاکستان پوځ او حکومت  د ټي ټي پي دبندیانو دخوشي کولو د شرائطو په باب تسلیمشي ، نو په حقیقت کې  به د پاکستان دپوځ له حیثیّت او عزت سره لوبه وکړي .. د سیاسی شناندو او څارونکو له نظره ،   دتحریک طالبان  له ترټولو مهمې غوښتې سره  دپاکستان د حکومت او پوځ  مخالفت  دکابل  دخبرواترو په معنا کیدلی شي . داسې خبرې اترې چې  د افغانستان  طالبانو  لپاره هم مهمې دي ، ځکه  دپاکستان حکومت  د افغانستان پر طالبانو د خپلو دباؤنو په زیاتولو سره ، له افغانستانه د ټي ټي پي د ترهه ګرو وګړو  دویستلو غوښتونکی دی .

 د پاکستان حکومت په دې اند دی، چې  په افغانستان کې  طالبانو بیا واک ته  له رسیدا وخت راهسې ، دغه هیواد د تحریک طالبان پاکستان  دترهه ګرو په  یوه امن ځاي بدل شوی دی . په افغانستان د طالبانو په بیرته مسلط  کیدا سره  د  پاکستان  له پوځ سره د مقابلې لپاره   ددغې ډلې(ټي ټي پي) حوصله نه یوازې  دوه برابره  شوې ، بلکې د طالبانو حاکمیّت ، په پاکستان کې دحاکمیّت د بدلولو لپاره یوه بیلګه ګڼي .

 د تحریک طالبان پاکستان له نظره، دپاکستان حکومت اسلامی نه دی ا و  هڅه کوي ،  په دغه هیواد کې  د خپلې خوښې  شرعي حاکمیّت اعمال کړي .

په هرحال ، د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان  ترمینځ د کابل د خبرواترو ناکامي ، د هیڅ یوه لوري په ګټه نه ده . ځکه ممکنه ده ، د دواړو لورو ترمینځ د نښتو د نوي مرحلې د پيلیدا سبب شي ، چې  په قطعي توګه به د پاکستان پر حکومت او ولس  بیا ډير زیات تاوانونه او مرګ ژوبلې وتپي .

دې ته په پام سره  چې  د پاکستان د حکومت دچارواکو په ادعا سره ، دټي ټي پي ترهه ګر وګړي ، د افغانستان له خاورې  پاکستان ته واردیږي  او ورانکار عملیات ترسره کوي ،  دپاکستان د حکومت او د افغانستان  د طالبانو پر اړیکو به  هم منفي اغیزې وشیندي .

 

ټیګونه