Jun 26, 2022 15:37 Asia/Kabul
  • عربستان ته د پاکستان د پوځ دقوماندان سفر

کابو دوې میاشتې مخکې هم د پاکستان نوی لومړی وزیر شهباز شریف په خپل لومړنی بهرنی سفر کې عربستان ته لاړ او له بن سلمان سره یې کتنه او خبرې اترې وکړې .

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په جده کې د عربستان له ولیعهد بن سلمان سره کتنه او خبرې اترې وکړې . په دغه غونډه کې د عربستان د پوځ لوی درستیز او دفاع وزیر مرستیال په شمول لوړ رتبه چارواکو هم شتون درلوده .

کابو دوې میاشتې مخکې  هم د پاکستان نوی لومړی وزیر  شهباز شریف په خپل لومړنی بهرنی سفر کې عربستان ته لاړ او له بن سلمان سره یې کتنه او خبرې اترې وکړې .

پاکستان په وروستیو کلونو کې د خپلو مالی مشکلاتو د حل لپاره له عربی تیل لرونکیو هیوادونو په تیره بیا عربستان او اماراتو څه د پاسه پینځه میلیارډ ډالره پور ترلاسه کړی دی . عربستان ته د پاکستان د پوځ د مشر سفر په داسې شرایطو کې  چی دغه هیواد له ډیرو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دې ، د ریاض د زیاتو مرستو د جلبولو لپاره کوشش دې . دغه هیواد خراب اقتصادی وضعیت ته په پام سره چین ته د جنرال باجوا وروستې سفر چی اسلام اباد ته د پیکنګ د څه د پاسه دوه میلیارډ ډالری پور د ورکولو سبب شو ، عربستان ته د هغه سفر هم له اقتصادي کړکیچه د ویستلو لپاره له پاکستانه د مالی ملاتړ لپاره د سعودی لوری د باور د ترلاسه کولو لپاره یو اقدام دې .

له تیراپریل میاشتې چی عمران خان ته د پارلیمان په نه باور راې سره شهباز شریف قدرت ترلاسه کړی دی ، د هغه حکومت له ډیرو اقتصادي چیلنجونو سره مخامخ شوی چی د واکمن مسلم لیګ په کړچار د اعتراضونو سبب شوی دی  . په کابو دریو کلونو کې د کرونا له امله د پاکستان ښکلیدا سبب شوی ده چی د دغه هیواد اقتصاد له سخت وضعیت سره مخامخ شی اود دغو شرایطو له امله اوس هم اقتصادی وضعیت خراب دې .پاکستان په وروستیو کلونو کې د پور د ترلاسه کولو لپاره له نړیوالو مالی اورګانونو بیا بیا غوښتنه کړی ده خو د هغو له لوری یې مثبت ځواب ندې ترلاسه کړی یا لږ تر لږه د دغه هیواد د تمې وړ پور یې ندې ترلاسه کړې .

د پاکستان دولت چی د بودجې له  کمښت سره مخامخ دې ، د خوراکی موادو په شمول د وارداتی شیانو د تامینولو لپاره له ډیر سخت مشکل سره مخامخ شوی دی  ، له دغو شرایطو د خلاصون لپاره مالی مرستې ته اړتیا لری  .

په پاکستان کې د شریف کورنۍ په عربستان کې له سعودی کورنۍ سره  له پخوا راهیسې ښې اړیکی درلودلی دی ، د شهباز شریف په راتلو سره د دواړو هیوادونو دوه اړخیزې  اړیکی بیا په پراختیا او پیاوړتیا دي .

د عربستان دولت هم په پاکستان په تیره بیا په دینی مدرسو کې دودیز نفوذ ته په پام سره ګروهنه لری اسلام اباد ته د مالی مرستو د ورکولو له لارې په دغه هیواد کې د خپل کلتوری نفوذ د پراختیا په لړ کې استفاده وکړی

البته باید پام وشی چی عربستان له طالبانو سره په خپلو اړیکو سربیره ګروهمن دې چی په افغانستان کې د زیات نفوذ لپاره د پاکستان له ظرفیته استفاده وکړی .

سیاسی شناندې محمود علوش وایی عربستان هم د اماراتو پد افغانستان په راتلونکی کې په  زیات  رول ترلاسه کولوپسې دې .

په داسې شرایطو کې داسې ښکاری چی عربستان د پاکستان د مالی مرستې غوښتنې ته د مثبت ځواب ورکولو په لړ کې د زیات نفوذ لپاره ضروری انګیزه لری او هڅه کوی د خپلو سیمه ایزو پروګرامونو یوه برخه د دغه ډول مرستو د وړاندی کولو له لارې پوره کړی .

 

ټیګونه