Jun 30, 2022 11:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ضد دې لګیدلي بندیزونه لغوه شي

دپاکستان د خارجه وزیر مرستیالې میرمن حنا رباني کر  خبرداری ورکړی ، له اقتصادي نظره به د افغانستان منزوي کول او ورباندې بندیزونو لګول  ددغه هیواد داقتصاد دځوړتیا سبب شي .

د پاکستان د خارجه وزیر مرستیالې د امریکا په ضد دامریکا او لویدیځ د لګیدلو بندیزونو دلغوه کولو غوښته وکړه .

 د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې دطالبانو قدرت ته له رسیدا وروسته ، امریکا سره د ځينو لویدیځي هیوادونو  په چټي پلمو ددغه هیواد په ضد درندۀبندیزونه  ولګول چې په افغانستان د انساني بحران په باب له خبرداریو سره سره تل د هرډول مرسته رسونې  په وړاندې خنډ شوي دي . امریکا په همدې لړ کې  دافغانستان کابو لس میلیارډډالرۍ شتمنۍ کنګل  او مصادره کړي دي .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ، د پاکستان د خارجه وزیر مرستیالې میرمن حنا رباني کر  خبرداری ورکړی ، له اقتصادي نظره به د افغانستان منزوي کول او ورباندې بندیزونو لګول  ددغه هیواد داقتصاد دځوړتیا سبب شي .

 میرمن رباني کر  دافغانستان په جنګ کې د کابو درې ټریلیّن ډالري لګښت ته په اشارې سره  زیاته کړې ، د امریکا له خوا د افغانستان دشتمنیو آزادول ضروري دي .

په عین حال کې د افغانستان د  خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي د سه شنبې په ورځې  په افغانستان کې  زلزله ځپلو سره د نړۍ د هیوادونو د رمستو پر ضرورت ټينګار کړی او وئیلي ئې دي ، د افغانانو په ضد د امریکا بندیزونه په افغانستان کې د انساني ناؤرین د سختیدا لامل شوي دي .

 

ټیګونه