له ایران سره د اړیکوپر اهمیّت د پاکستان د دفاع وزیر ټينګار
د پاکستان دفاع وزیر په دغه هیواد کې د ایران د اسلامی جمهوریت له سفیر سره په کتنې کې له تهران سره امنیتی او پوځي اړیکې داسلام اباد لپاره ډيرې مهمې وبللې .
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف په اسلام اباد کې د ایران له سفیر محمد علی حسیني سره په کتنې کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ مخ په وده بهیر او په پوځي او امنیتی حوزو کې د ګډې ډيپلوماسۍ په اهمیّت باندې په ډاډ څرګندولو سره ، تهران ته د رسمي سفر او د ایران له چارواکو سره دلیدوکاتو لپاره چمتووالی اعلان کړ .
دواړو لورو ، د ایران دسرحدي او دپاکستان د سمندري امنیت د ادارې ترمینځ دملګرتیا دتفاهم لیک د یاددښت په لاسلیک کیدا کې پر چټکتیا په ټينګار سره ، د پوځي او امنیتی ملګرتیاؤ د لازیاتې پراختیا غوښته وکړه .
په اسلام اباد کې د ایران سفیر او دپاکستان دفاع وزیر همداراز د قاچاق دمخنیوي په موخې سره د ایران او پاکستان په ګډو پولو کې دتجارت د قانوني کیداباندې ټينګار وکړ .
له ایران سره د پوځي اوامنیتی ملګرتیاؤ د پراختیا د اهمیّت په باب دپاکستان ددفاع وزیر څرګندونې په هغه ملاحظاتي چوکاټ کې دي ، چې د پاکستان مسلم لیګ ن واکمن ګوند ئې په مختلفو اړخونو کې د دوواړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره لري .
د ترهه ګرۍ او نشه ایزو موادو پشمول په ډول ډول برخو کې له مختلفو اوډول ډول ګواښونو اوچیلنجونو سره دپاکستان مخامخیدا ، سبب شوې څو دغه یهواد له یو لړ داسې خطرو سره مخ شي چې پر ملی حاکمیّت او امنیت باندې ئې ډيرې زیاتې منفي اغیزې لري .
پاکستان ته له افغانستانه دنشه ایزو توکو پراخ قاچاق او د دواړو هیوادونو په داخل کې دترهه ګرو له خنډ پرته تګ راتګ ، په پاکستان کې تر ټولو لوي امنیتی چیلنج اومشکل دی چې لامل شوی ، څو له کابل سره د ا سلام اباد اړیکې کله نه کله له تاؤتریخوالو سره مخ شي .
البته باید پام ولرل شي ، چې له افغانستان سره د ګاونډيتوب له امله د پاکستان مشکلات او چیلنجونه ،د ایران لپاره هم ورته مشکلات رامینځةکړي دي چې په ګډو پولو کې ناکراري او پاکستان او ایران ته له افغانستانه د نشه ایزو موادو د قاچاق او ټرانزیټ لپاره دمنظمو ډلو ټپلو اوچینلونو هڅه او په ګډو پولو کې ناامني سبب شوي څو له ګډو ګواښونو سره دمقابلې لپاره د دوو او درو اړخیزو ملګرتیاؤ ضرورت ډير اهمیّت پیدا کړي .
د پاکستان ددفاع وزیر څرګندونې هم له ایران سره پر پوځي او امنیتی ملګرتیاؤ د دغه هیواد د ټینګار په باب،له هغو ګډو ګواښونو په ملاحظې سره دي،چې دواړه هیوادونه، په دې زمینې کې لازیات تعامل ته کاږي .
البته په وروستیو کلونو کې،د ایران،پاکستان او افغانستان ترمینځ پر د رو اړخیزو ناستو سربیره، ایران او پاکستان ته د نشه ایزو موادو دقاچاق او د افراطي ډلو د واریدیدو د مخنیوي په موخې د پولو په لازیات کنټرولولو کې په ګډه دکار کولو لپاره د دواړو هیوادونو ترمینځ هم دوه اړخیزې ناستې ترسره شوي دي ، هماغه شان چې تمه ئې دغه شان موخې ئې پوره کړائ شوي نه دي .
د پولو الیکټرانيکي مخنیوي ، ددیوال غزولو،، له ګاونډیو هیوادونو سره ددغه هیواد پوله ساتي ځواکونو ترمینځ دملګرتیاپشمول دګډو سرحدي پلانونو ترسره کولو ته د پاکستان دحکومت کم توجه ، هغه دلیلونه ده چې سبب شوي څو ترهه ګري او نشه ایز توکي ، د پاکستان لپاره په یوه تل پاتې امنیتي چیلنج بدل شي .
په دغه شان شرائطو کې له ایران سره د ګډو پولو په دقیق ډول نه کنټرولولو له امله آثارو او اړخونو،په ختیځي سیمو کې دسرحدي ښارونو لپاره هم ځيني داسې خطرې رامینځةکړي دي،چې د تجارتي او اقتصادي برخو پشمول په نورو اړخونو پر دوو اړخیزو اړیکو اغیزې شیندلی شي .
داسې ښکاري،که پاکستان له ایران سره دپوځي اوامنیتی ملګرتیا لپاره کلک هوډ لري ، نو باید له سیمې د ورآخوا لوبغاړو ملاحظاتو ته له پامه پرته او پر خپلو ملي اړتیاؤ په تمرکز سره ، د ګډو پروژو په لاره کې په تیره بیا د پولو دامنیت دتامینولو په حوزې کې ګام پورته کړي څولږترلږه ددغو پروژو په اجرا سره ، د ایران او پاکستان پر امنیت د د دوو ګډو ګواښونو په توګه ترهه ګري او نشه ایز توکي کم شي .