Jul 03, 2022 12:39 Asia/Kabul
  • له افغانستانه هره ورځ درې زره ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادرېږي

پاکستاني چارواکو ویلي چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردات له څو ورځو راهیسې وروسته له هغې زیات شوي چې د دغه هېواد حکومت اړوندو څانګو په ځانګړې توګه د پاکستان ریل پټلۍ ته امر کړی چې د ډبرو د سکرو د خوندي او ګړندي تګ راتګ لپاره جدي اقدامات وکړي.

وروسته له هغې چې پاکستان له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردات په کلدارو پیسو زیات کړل، اوس ویل کېږي چې دغه هېواد ته د ډبرو سکرو د صادراتو کچه د ورځې ۳۰۰۰ ټنو ته رسېدلې ده.

افغان غږ خبری آژانس وایی  د پاکستان د صدراعظم له حکم وروسته چې له کلدار سره د ډبرو سکرو واردات زیات کړي، له افغانستان څخه د دغه محصول واردات او په دغه هېواد کې د برېښنا فابریکو ته د هغې د لېږد کچه لوړه شوې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردات له څو ورځو راهیسې وروسته له هغې زیات شوي چې د دغه هېواد حکومت اړوندو څانګو په ځانګړې توګه د پاکستان ریل پټلۍ ته امر کړی چې د ډبرو د سکرو د خوندي او ګړندي تګ راتګ لپاره جدي اقدامات وکړي.

په همدې حال کې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د وارداتو د زیاتولو په اړه د پاکستان د صدراعظم له حکم وروسته د دغه هېواد د مالیې وزارت د ډبرو سکرو د هر ټن بیه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه.

ویل شوي، چې پاکستان خپلو برېښناکوټونو ته د ډبرو سکرو د لېږد د اسانتیا لپاره په سبي، کندانو او خوشالکوټ سیمو کې د اورګاډي پټلۍ جوړي کړي.

 

ټیګونه