Jul 28, 2022 16:40 Asia/Kabul

سلام فرمانده نومې سرود د مختلفو هیوادونو او بیلابیلو ژبو په شمول تراوسه څو څو وارې په پښتو او اردو ژبو هم لوستل شوی دی

له سیمې نه زمونږ خبریال وايي، دغه دستورې چې په مختلفو ژبو د (سلام فرمانده) ترانې د لوستل کیدو په دوام کښې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په پاړه چنار سیمه کښې ترسره شوې، له پنځوسو ښوونځیو څخه د لسو زرو زده کونکو او محصلینو په شمول په کښې تقریباً ۶۰ زره کسانو برخه واخستله.

په دغو مراسمو کښې چې د پاړه چنار د حسیني غورځنګ او د ځینو نورو ارګانونو له خوا برابر کړی شوي وو، د (سلام فرمانده) مشهوره فارسي ژبې ترانه په پښتو ژبه وویله شوه او ګډونوالو په کښې له امام زمان علیه السلام سره خپل عقیدت څرګند کړ او ژمنه یې تازه کړه.

د ویلو ده چې سلام فرمانده نومې سرود د مختلفو هیوادونو او بیلابیلو ژبو په شمول تراوسه څو څو وارې په پښتو او اردو ژبو هم لوستل شوی دی.

 

ټیګونه