Aug 15, 2022 04:48 Asia/Kabul
  • د روسیې او پاکستان ملګرتیا دسیمې  امنیت زیاتوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر ته دمبارکۍ په پيغامونو کې ډاډ ورکړ چې  ددواړو هیوادونو ملګرتیا د سیمې د امنیت د زیاتیدا سبب کیږي.

سپوټنیک خبری اژانس راپور ورکړ،د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په هغه پیغام کې چې د پاکستان   ولسمشر عارف علوي او لومړي وزیر شهباز شریف ته ئې  د پاکستان دخپلواکۍ د پنځه اویایمې کلیزې  دمبارکۍ په مناسبت لیږلی دوي ته ډاډ ورکړ چې  د ماسکو او اسلام اباد ملګرتیابه زیاته او د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا  سبب شي .

پوتین په دغه پیغام کې  دترهه ګرئ په ضد مبارزې او دافغانستان په موضوع کې  د روسیې او پاکستان  ملګرتیا ته اشاره کړې ده .

د پاکستان او روسیې  اړیکې په دې باب د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له خوا د مطرح  شوو څرګندونو ته په پام سره چې له حکومته دهغه څنګةکیدا ، دروسیې په وړاندې د هغه ددریځ  او په سیمې کې د امریکا  ګټو ته د تاوان د رسیدا په دلیل ګڼي ، ډير اهمیّت لري.

عمران خان له قدرته د هغه څنګةکیدا ، د امریکا او د هغې د داخلی عناصرو  له  خوا یوه دسیسه  بللې ده .

 

ټیګونه