Aug 19, 2022 06:01 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د سیلاب له امله څه د پاسه ۶۳۰ کسان وژل شوي دي

د پاکستان د بحران د مدیریت سازمان په یوه راپور کې د دغه هیواد د سږکال د موسمی ورښتونو په اړه ویلی دی په وروستیو دو میاشتو کې د سیلابونو ، د مځکې د ښویدا ، د مسکوني کورونو د دیوالونو او چټونو د نړیدا او داسې نورو پیښو کې ۶۳۵ کسان مړه شوی دي .

له اسلام اباده زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د بحران د مدیریت سازمان په یوه راپور کې د دغه هیواد د سږکال د موسمی ورښتونو په اړه ویلی دی په وروستیو دو میاشتو کې د سیلابونو ، د مځکې د ښویدا ، د مسکوني کورونو د دیوالونو او چټونو د نړیدا او داسې نورو پیښو کې ۶۳۵ کسان مړه شوی دي .

د دغه راپور  په اساس په دغو پیښو کې  څه د پاسه یولیس سوه کسان ژوبل شوی هم دي .

پاکستان هر کال د موسمی ورښتونو شاهد دی خو د اب و هوا بدلونونه د ورښتونو د زیاتیدا او په نتیجه کې د سیلاب په زیاتیدا هم اغیز شیندلې دې ،

 

ټیګونه