Aug 23, 2022 12:10 Asia/Kabul
  • پاکستان په قطر کښې د فوټبال ورلډ کپ د امنیت په تامینولو کښې ونډه اخلي

پاکستان او قطر د فوټبال د نړیوال کپ د سیالیو د امنیت د تامینولو په هکله موافقه کړې ده

د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان امنیتي ځواکونه د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال کپ د سیالیو د امنیت په تامینولو کښې رول لوبوي. البته دوحه به هم له اسلام آباد سره د ۲ میلیارډ ډالرو په ارزښت مالي مرسته وکړي.

د پاکستان د اطلاع رسونې وزیرې مریم اورنګزیب ویلي چې حکومتي کابینې له دغې مسودې سره موافقه کړې کومه چې د روان کال د فوټبال د نړیوال کپ سیالیو د امنیت د تامینولو لپاره قطر ته د امنیتي ځواکونو د لیږلو اجازه ورکوي.

د ویلو ده چې په قطر کښې د فوټبال د نړیوال کپ سیالۍ به د روان ۲۰۲۲ کال د ستمبر له اتلسمې نه د نومبر تر شلمې نیټې پورې ترسره شي.

 

ټیګونه