Sep 10, 2022 11:44 Asia/Kabul
  • د ایران هلال احمر دپاکستانیو زیارتوالوبشبړخدمتونه کوي

د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د سرې میاشتې د ټولنې عمومی مدیر ، هره ورځ د ایران داسلامی جمهوریت د سرې میاشتې  څلور ټیمونه  دحسینی اربعیّن  دپاکستانیو زیارتووالو بشپړ خدمتونه کوي.

د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت د سرې میاشتې د ټولنې عمومی مدیرعلیرضا میربهاءالدین نن دمیرجاوې سرحدي سیمې دل یدو په وخت ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې ووئيل، وهره ورځ ددغې ټولنې پنځه ټيمونه  چې درې ئې په سړیو او دوه هم په ښځو مشتمل دي  هره ورځ  په میرجاوې او ریمدان ولسوالیو کې د حسنی اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره  دتلونکو پاکستانیو زیارتوالو شپه ورځ خدمتونه کوي.

میربهاءالدین زیاته کړې،ددغې ټولنې په دغو څلورو ډلو کې یوشپیته کسان  کارکونکي دي چې دوه ایبمولانسونه ،دوه کمکي ګاډي ،دوه موټرسائيلې په میرجاوې او ریمدان ولسوالیو کې په دوو څوکیو کې د حسینی اربعیّن د پآکستانیو زیارتوالو خدمتونه کوي.

 هغه همدناراز ووئيل،په میرجاوې اوریمدان ولسوالیو کې د پاکستانیو زیارتوالو لپاره دوه کیمپونه جوړ شوي دي چې په کې د بیړنیو اواحتمالي پيښو لپاره لس خیمې هم بشپړ تیارې دي.همداراز د چابهار، فنوج،ایرانشر اومیرجاوې  په لارو کې هم مرستندویه څلور ټیمونه دیره شوي څو د زیارتوالو داړتیاوړ خدمتونه ترسره کړي.

داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اربعین کمیټې مشر میر احمدي وئيلي دي،دایران و عراق دسرحدونو په لور دې فی الحال زیارتوال مه ورځي ځکه دعراقی لوري له خوا تر دې د مه انتظامات بشپړ شوي نه دي او تر بلې اطلاع پورې دې خلک پولو ته له ورتلو ډډه وکړي.

 

ټیګونه