Sep 21, 2022 15:05 Asia/Kabul
  • د پاکستان ښوونځیو کښې د ځناورو د خیال ساتلو روزنه ورکول کیږي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان په تاریخ کښې د لومړي ځل لپاره په ښوونځیو کښې زده کونکو ته د ځناورو د خیال ساتلو کورس او روزنه ورکول کیږي .

لومړۍ به دغه کورس او روزنه په پلازمینې اسلام اباد کښې زده کونکو ته ورکړل شي.

نوموړی کورس او روزنه به د ځناورو د خیال ساتلو په زمینه کښې د ځناورو د حقونو د ساتلو د تضمینیدا په لاره کښې مهم ګام وي کوم به چې ماشومانو ته دغه خبره ورزده کړي چې د ځناورو ساتل یو تفریح نه دی بلکې یوه لویه ذمه واري ده.

د پاکستان د لومړي وزیر د سټراټيژیکو اصلاحاتو مشر سلمان صوفي هیله وکړه چې دغه کورس او روزنه د اسلام اباد په ټولو ښوونځیو کښې ترسره شي.

هغه په یوې ټيلي ويژني مرکې کښې وویل چې د دغه ځانګړي کورس او د روزنې هدف د دغه خبرې تضمینول دي چې ماشومان له ځناورو سره د خواخوږۍ اظهار وکړي او له ځناورو سره انساني روده غوره کړي چې هغه تر ټولو ښه ښاریز جوړ شي.

سلمان صوفي وویل په دغه کورس او روزنه کښې ماشومانانو ته  په کور کښې د ساتونکو ځناورو او په پاکستان کښې د وسیدونکو او د خارجي ځناورو په هکله معلومات ورکړل شي او دغه خبره به هم ماشومانو ته وروښودل شي چې خارجي ځناور له خپلو مورنیو ټاټوبو څخه لیرې ساتل څومره خطرناک دي.

 

ټیګونه