Sep 25, 2022 14:28 Asia/Kabul
  • پاکستان له صهیونیسټي رژيم سره هیڅکله هم اړیکې نه عادي کوي

د پاکستان خارجه وزارت په پنجشنبې ورځې هم  په یوې اعلامیې کې  له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو دعادي کولو تورونه رد کړي دي او دغه شان موضوعګانې د پآکستان  له حکومت سره هیڅ ارتباط نه لري.

د پاکستان حکومت له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو لپاره د ځینو مرتجعو عربو هیوادونو دهلوځلو په سیوري  کې یو ځل بیا له دغه تیریګر رژيم سره د اړیکو عادي کولوسره مخالفت وکړ.

 پاکستان تر دې دمه صهیونیسټي رژيم په رسمیّت نه دی پیژندلی او تل ئې ددغه جنایتکار رژيم په وړاندې د د فلسطین د مظلوم ولس ملاتړ،داسلام په بهرني سیاست کې یو ټاکونکی اصل بللی دی.

مهر خبری آژانس راپور ورکړ ، د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بوټو زرداري په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ دغونډې په څنډې کې په خبري کنفرانس کې  له صهیونیسټي رژیم سره  د هرډول اړیکو عادي کولو سره په مخالفت سره  ټینګار وکړ،د فلسطین دموضوع په وړاندې د  پاکستان دریځ په بشپړ ډول واضح دی و هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی.

بلاؤل بوټو زیاته کړې خارجه وزارت په پنجشنبې ورځې هم  په یوې اعلامیې کې  له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو دعادي کولو تورونه رد کړي دي او دغه شان موضوعګانې د پآکستان  له حکومت سره هیڅ ارتباط نه لري.

 

ټیګونه