Oct 02, 2022 07:41 Asia/Kabul
  • پاکستان د عباس ستانکزي تورونه رد کړل

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال عباس ستانکزي وروستي تورونه رد کړل.

د تاند خبري سایټ د خبر له مخې ستانکزي څو ورځې مخکې پاکستان تورن کړ چې د افغانستان فضا ته د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د ورتلو لاره ورکوي او په بدل کې له امریکا څخه ميليونونه ډالره ترلاسه کوي.

هغه دا هم ويلي وو،چې په دې اړه مستندې ويډيو ګانې ورسره موجودې دي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند بیا ويلي چې طالبان باید د نړيوالو د انديښنو د حل لپاره ګامونه واخلي.

پاکستاني وياند د ستانکزي په غبرګون کې دا هم ويلي:«دا څرګندونې د منلو وړ نه دي، ځکه د دوو وروڼو هېوادونو د دوستانه اړيکو د روحیې خلاف دي.»

عباس ستانکزي او د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت بیرته په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځينو شنونکو له طالب چارواکو او په خاص ډول له عباس ستانکزي څخه غوښتي چې د پاکستان پر وړاندې لرلې ويډيو ګانې رسنیزې کړي.

 

ټیګونه