Aug 20, 2019 13:26 Asia/Kabul
  • د کشمیر موضوع ته د نورو لوبغاړو د پام اړولو لپاره د پاکستان کوششونه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په تیرو څلورو ورځو کښې په دویم ځل د کشمیر د بدلونونو په هکله د امریکې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په تیرو څلورو ورځو کښې په دویم ځل د کشمیر د بدلونونو په هکله د امریکې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

عمران خان په دغو خبرواترو کښې د نوې ډیلي په راپارونکو سیاستونو باندې په نیوکې سره د کشمیر د خودمختارۍ د ختمولو په لړ کښې د هندوستان وروستۍ فیصله د روانو شخړو اصلي لامل وبلله.

د پاکستان د وزیراعظم په وینا، د کشمیر خلاف د نوې ډیلي اقدام د دغې سیمې د ماهیت او جغرافیا د بدلولو هڅه ده چې دغه مسئله باید په نړیوال ملاتړ سره هواره شي.

د امریکې له ولسمشر سره د پاکستان د وزیراعظم خبرې اترې د کشمیر د موضوع د نړیوالې کولو په موخې دغې موضوع ته د مختلفو هیوادونو د پام اړولو لپاره د پاکستان د کوششونو په دوام کښې دي. پاکستان په څو وروستیو اونیو کښې د کشمیر په هکله د چین او روسیې په شمول د امنیت شورا له مختلفو غړو سره سلامشورې کړې دي. دا هلې ځلې په دې وجه د اهمیت وړ دي چې هندوستان چې په تیرو اونیو کښې یې تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې په اندیښمنونکو اقداماتو لاس پورې کړی، د کشمیر موضوع ته د نړیوالو لوبغاړو د داخلیدو او د دې موضوع د نړیوالې کیدو مخالف دی. هندوستان تل ټینګار کړی دی چې د د کشمیر موضوع د هند او پاکستان یوه خپل مینځي مسئله ده او د بل چا مینځګړیتوب ته په کښې ضرورت نشته.

په هم دې وجه د پاکستان سفارتي کوششونه د درک او اهمیت وړ دي ځکه چې د دغه هیواد د چارواکو او خلکو له نظره د هندوستان وروستي اقدامات هغه خطرناک ګامونه دي چې په کشمیر کښې حالات او هم داشان د دواړو هیوادونو ترمینځ مسائل یوې نه کنټرولیدونکې مرحلې ته ورسوي.

په عین حال کښې، هغه څه چې پاکستاني ټولنې پرې ټینګار لري، دا حقیقت دی د کشمیر په موضوع کښې نه په امریکې اعتماد کیدی شي او نه خپله په ډونلډ ټرمپ باندې. د هند او پاکستان په وړاندې د امریکې د وروستیو څو کلونو کارنامه ښودنه کوي چې په واشنګټن کښې مختلفو حکومتونو تل د نوې ډیلي پره کړې ده او د کشمیر په مسئله کښې یې د دغې سیمې د مسلمانانو خلاف د هندوستان په پلان شویو جنایتونو سترګې پټې کړې دي. له دې امله حتی که فرض کړو چې نوی ډیلی د کشمیر په لړ کښې د امریکې د مینځګړیتوب وړاندیز ومني نو داسې کوم ضمانت شته چې امریکې په دې کړکیچ کښې د یو بې پلوه لوبغاړي رول ولوبوي؟

د کشمیر د مسائلو کارپوه ابومهدي وايي: د کشمیر د خلکو خلاف کړنو ترشا د امریکې او د اسرائیلو د رژيم لاس دی او د دغې سیمې د خلکو خلاف اقدامات د هغوي په پروګرام او غږملتیا سره کیږي. اسرائیلي رژيم په پیل څخه په هند کښې شتون درلود او د دې شتون وجه د اسلامي هیوادونو له ودې او پرمختګ سره مقابله ده.

البته حقیقت دا دی چې د افغانستان په مسئله کښې پاکستان ته د امریکې ضرورت ته په پام سره امریکايي چارواکو له څو میاشتو راهیسې د پاکستان خلاف د خپلو وروستیو څو کلونو تند ادبیات او بدرد ویل پریښې دي. د دې کار اصلي وجه د امریکې او طالبانو ترمینځ خبرواترو کښې د پاکستان رول ته ورګرځي. په دې منځومان کښې د زیاتره کارپوهانو په اند، د پاکستان په وړاندې د امریکايي چارواکو د لحجې دا بدلون له طالب ډلې سره د موافقې د کیدو لپاره یو تاکتیک دی، ګني که داسې نه وي نو هیڅوک شک نه لري چې په سویلي آسیا کښې د امریکې وړومبیتوب پاکستان نه بلکې هندوستان دی.

نو په دې وجه څرګنده ده چې که څه هم د کشمیر د موضوع د بین المللي کولو لپاره د سیمې او نړۍ په سویه د پاکستان هلې ځلې د پوهیدو وړ دي خو لکه څنګه چې تراوسه په پاکستان کښې مختلفو ډلو او ګوندونو خبرداری ورکړی دی، د کشمیر په موضوع کښې په واشنګټن او د امریکې په اوسني حکومت باندې د اسلام آباد ملا تړل به هیڅ ګټه ونه کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه

کمنټونه