Sep 18, 2019 16:12 Asia/Kabul
  • پاکستان په کابل او پروان ولایتونو کښې ترهګرې حملې وغندلې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په کابل ښار او پروان ولایت کښې شوې ترهګرې حملې وغندلې.

شاه محمود قریشي د کابل او چاریکار ښارونو د ترهګرو حملو د قربانیانو له کورنیو او زخمیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: په افغانستان کښې صلحه د سیمې د ثبات لپاره ډیر اهمیت لري.

په عین حال کښې د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د دغو ترهګرو حملو په غندلو سره وویل چې اسلام آباد په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره د دغه هیواد د هلوځلو ملاتړ کوي.

د ویلو ده چې پرون د افغانستان د پروان ولایت په مرکز چاریکار او پلازمینې کابل ښار کښې د چاودنو له امله ۴۲ تنه وژل شوي او کابو ۹۰ تنه نور زخمي شوي وو.

 

ټیګونه

کمنټونه