Sep 20, 2019 16:01 Asia/Kabul
  • د پاکستان او افغانستان په پوله کښې د چاودنې له امله د پاکستان ميجر او يو عسکر ووژل شول

پاکستاني رسنيو له افغانستان سره د دغه هېواد په پوله کښې د بارودي موادو د چاودېدو له امله د پاکستان يو فوځي مېجر او يو عسکر د وژل کېدو خبر ورکړ.

د پاکستان چاپ جنګ ورځپانې سائيټ د دغه هېواد  د فوځ د عامه تعلقاتو ادارې ډي جي ايس بي آر په حوالې سره رپوټ ورکړ، له افغانستان سره په پوله کښې د دغه هېواد فوځي مېجر عديل شاه او عسکر فراز حسين  ووژل شول.

د رپوټ له مخې د پاکستان دغه فوځي مېجر او عسکر په پوله کښې د  ازغن تار لګولو څارنه کوله.

 

ټیګونه

کمنټونه