Oct 09, 2019 06:20 Asia/Kabul
  • د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا د چين او پاکستان د مشرانو تاکيد

د چين وزيراعظم له خپل پاکستاني هم منصب سره په کتنه کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.

د چين د نړيوال رېډيو د رپوټ له مخې لي کېچيانګ پرون په بيجنګ کښې د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره په خپله کتنه کښې د پاکستان د ترقۍ لپاره له دغه هېواد سره ضروري مرستو ته د چين چمتووالي ته په اشارې سره وويل، غواړي چې د بېخ بنا تاسيساتو ، اقتصادو او تجارت په برخو کښې له اسلام اباد سره ملګرتيا زياته کړي.

د چين وزيراعظم له پاکستان سره تعلقات له ګاونډي هېوادونو سره د چين د ډېپلومېسۍ ترجيح وبلله او زياته يې کړه، بيجنګ له خپلواکۍ، واکمنۍ، زمکنۍ بشپړتيا او له خپلو روا حقوقو او ګټو څخه په دفاع کښې د اسلام آباد د هلو ځلو په پرېکنده توګه ملاتړ کوي.

د پاکستان وزيراعظم هم وويل، د پاکستان اقتصاد په باثباته حالت کښې شتون لري او د بيا ژوندي کېدو په حال کښې دي چې دا چاره د چين له مرستو سره تړاو لري.

عمران خان همدارنګ زياته کړه، پاکستان د چين – پاکستان د کورېډور او ګوادر بندر په جوړېدو کښې له چين سره خپلې ملګرتيا ته ډېر زيات اهميت ورکوي او غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ پانګونه او له چين سره تجارت زيات کړي او په نورو مختلفو برخو کښې هم ملګرتياوې مخ په وړاندې بوځي.

عمران خان وړمه ورځ په خپل درې ورځني سفر بيجنګ ته لاړ دے.

 

ټیګونه

کمنټونه