Oct 10, 2019 04:39 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د روان کال په سپرلي کښې هم ایران ته راغلی وو .
    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د روان کال په سپرلي کښې هم ایران ته راغلی وو .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان رسنیو په نږدې راتلونکی کښې د ایران اسلامی جمهوریت او سعودی عربستان ته د لومړی وزیر عمران خان د سفر خبر ورکړ .

د پاکستان خبری سرچینو د ډیپلوماټیکو سرچینو په قول وویل لومړی وزیر عمران خان د چین له چارواکو سره له کتنې او خبرو اترو وروسته ایران او سعودی عربستان ته د خپلو راتلونکو سفرونو اجنډې نهایی (final) کوی .

په دغه راپور کښې چې نور جزیات یې  نه دی بیان شوی ویل شوی دی زیات احتمال شته چې د پاکستان لومړی وزیر عمران تر راتلونکو اوو (۷) ورځو پورې ایران او سعودی عربستان ته سفرونه وکړی .

د پاکستان ځینو رسنیو ویلی دی لومړی وزیر عمران خان به د اکتوبر د میاشتې له نهویشتمې (۲۹) نیټې څخه تر یودیرشمې (۳۱) نیټې پورې سعودی عربستان ته ورشی او له هغه ځایه به بیا د ایران اسلامی جمهوریت ته سفر وکړی  .

په عین حال کښې د پاکستان دباندنیو چارو شاه محمود قریشی ویلی دی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د ایران په شمول په فارس خلیج سیمه کښې د ورستیو مسائیلو په  حل کولو کښې ناکامه شوی دی د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ د غونډې په څنګ  کښې له لومړی وزیر عمران خان غوښتی وو چې په دې زمینه کښې رول ولوبوی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د روان کال په سپرلی کښې هم ایران ته راغلی وو .

 

ټیګونه

کمنټونه