Oct 10, 2019 15:12 Asia/Kabul
  • پاړه چنار کښې ځاي خلقو نهويشت ترهه ګر ونيول

د پاکستان په پاړه چنار کښې ځاي خلقو نهويشت ترهه ګر ونيول او حکومت ته يې حواله کړل.

د پاکستان د خېبر پختونخوا صوبې د پاړه چنار د ځاي خبريال علي افضل افضال د رپوټ له مخې د پاړه چنار د ځاي شاهدانو او د حسيني تحريک د مشرانو يوسف حسين او حاجي عابد حسين د وېنا مطابق د پاړه چنار ښار په درې کېلوميټرۍ کښې په مهدي آباد سيمه کښې د يو بس ټېر پنچر شو او په بس کښې سپارۀ کسان د ټېر د پنچر په لګولو لګيا وو چې دغه وخت نامعلومووسله والو کسانو د بس په لور ډزې وکړې چې د ډزو په اورېدو سره نزدې د سکول مامور محافظان او سېکورټي کسان او نور ځاي خلق د بس لوري ته ورغلل چرته چې معلومه شوه چې په بس کښې سوارۀ کسان ترهه ګر دي چې خلقو هغوي ټول اونيول او حکومتي انتظامي چارواکو ته يې حواله کړل.

د رپوټ له مخې د سيمې مشرانو او مختلفو مذهبي اوسياسي شخصيتونو له حکومتي چارواکو وليکل چې په کرم سيمه کښې د ترهه ګرو په آزادانه توګه تګ راتګ اندېښمنونکے دے او حکومت ته پکار دي چې د دې مخنيوے وکړي او هم له نيول شويو کسانو تحقيقات او تفتيش وکړي چې د کومې ترهه ګرې ډلې کسان دي او پاړه چنار سيمه کښې يې څه اهداف لرل.

البته ځينې سرچينې وائي چې دغو ترهه ګرو په دغه سيمه کښې د ماشومانو په سکول باندې د حملې تابيا کړې وه چې خلقو په خپل همت سره د دغې خطرناکې منصوبې او غميزې مخه ونيوه.

 

 

ټیګونه

کمنټونه