Oct 17, 2019 07:57 Asia/Kabul
  • په یمن کښې د اوربند چانسونه اوس له بل هر وخت څخه زیات دي .
    په یمن کښې د اوربند چانسونه اوس له بل هر وخت څخه زیات دي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وویل چې سعودی عربستان په فارس خلیج سیمه کښې د تاوتریخوالو د ختمولو لپاره د لومړی وزیر عمران خان نوښت ته مثبت ځواب ورکړی دی .

هغه وویل چې دسعودی عربستان چارواکو د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان وړاندیز ته مثبت ځواب ویلی او موافقه یې کړی ده چې ډیپلوماسۍ ته  باید ترجیج ورکړل شی او اختلافات باید د خبرواترو له لارې  حل شی .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی دغه راز وویل چې په یمن کښې د اوربند چانسونه اوس له بل هر وخت څخه زیات دی .

د ویلو ده چې د سعودی عربستان ال سعود رژیم د یمن په جنګ  کښې ناکامه شوی او دغه راز په سوریې ، عراق او نورو ډیرو ځایونو کښې یې هم ماتی خوړلی ده او اوس یې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان څخه بیا بیا غوښتنه کړی ده چې له  ایران اسلامی جمهوریت سره د عربستان په روغې جوړې کولو کښې مرسته وکړی .

د ایران اسلامی جمهوریت تل ټینګار کړی دی چې د اختلافاتو دحل لپاره خبرو اترو ته چمتو دی او ایران دغه راز په یمن کښې د جنګ په بندیدا ټینګار کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه