Oct 18, 2019 05:27 Asia/Kabul
  • د تهران او رياض ترمېنځ د تاوتريخوالي د کمولو په ضرورت د پاکستان تاکيد

د پاکستان خارجه وزير د سعودي او ايران ترمېنځ د تاوتريخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې شاه محمود قريشي دې ته په اشارې سره چې د سعوي او ايران ترمېنځ د تاوتريخوالي دوام په سيمه او پاکستان باندې منفي تاثير کوي وويل، د تهران او رياض ترمېنځ غلط فهمۍ پکار دي ختمې شي.

هغه د ايران او سعودي له چارواکو سره د پاکستان د وزيراعظم عمران خان خبرو اترو ته په اشارې سره واضحه کړه، د دواړو هېوادونو د نېغ به نېغه خبرو اترو حالات برابر دي.

قريشي د خپل اخباري کانفرنس په دوام کښې د کشمير له ولس څخه په ملاتړ کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د دريځونو په قدرونې سره زياته کړه، په هغه ناسته کښې چې د پاکستان وزيراعظم له دوي سره لرله د ايران د اسلامي انقلاب رهبر عمران خان ته د کشمير له خلقو څخه د زيات ملاتړ په وړاندې د خپل او د ايران د خلقو روڼ دريځ بيان کړ.

 

ټیګونه

کمنټونه