Oct 20, 2019 07:54 Asia/Kabul
  • که د کشمیر کلابندي ختمه شي نو د وینو لختي به روان شي

د پاکستان وزیراعظم د نوې ډیلي له خوا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په کلابندۍ باندې په نیوکې سره وویل: که چیرې د دغې سیمې محاصره لغو شي نو د وینو ویالې به په بهیدو شي.

ایسنا خبري آژانس لیکلې دي چې عمران خان پرون په خپل یو ټویټ کښې ولیکل: ۷۵ ورځې وشوې او د نریندر مودي نیواکګر حکومت لاهم د کشمیر کلابندي جاري ساتلې ده.

د پاکستان وزیراعظم په دوام کښې لیکلې دي: نریندر مودي یو داسې کار پیل کړی دی چې ودرول یې له دوامه زیات خطرناک دي، هغه فکر کوه چې د نهه لکه پوځي ځواکونو په کارولو سره په هندوستان کښې د کشمیر د شاملولو لپاره خپله ایجنډا کارولی شي.

عمران خان وویل: هندوستان له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره ۹ لکه ځواکونو ته ضرورت نه لري بلکې د اته میلیونه کشمیریانو د ویرولو لپاره ورته اړتیا لري.

د ویلو ده چې د هندوستان حکومت د روان کال د آګست په پنځمه نیټه د جمو او کشمیر ځانګړې اختیارات او خودمختاري ختمه اعلان کړه او د معترضو کشمیریانو د ځپلو لپاره یې لکونه تازه دمه پوځیان یې دغې سیمې ته ولیږل.

 

ټیګونه

کمنټونه