Oct 20, 2019 14:02 Asia/Kabul
  • د پاکستانیو اوهندی عسکرو په ډزوکې9هندی عسکر وژل شوی

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې یا آئی ایس پی آر د اعلامیې په اساس،هندی پوځ په کنټرول کرښې کې د اوور بند په سیمو کې د اوور بند د خلاف ورزۍ په دوام کې په شاه کوټ ، نوسیری او جوړا سیکټر کې پر هستوګنې سیمې ډزې کړی،چې په موقعې په ځوا ب کې هم پاکستانی پوځیانو غاښ ماتونکی ځواب ورکړی

زمونږخبریال  ددنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ د پاکستان او هندوستان  تر مینځ دکشمیر په کنټرول کرښې کې حالات لاپسې ترینګلی شوی او وئیل کیږی  پرون  دهندی عسکرو په ډزو کې د پاکستان یو پوځی وژل شوی ؤ  چې د پاکستان پوځی ځواک   ددغو ډزو په ځواب کې ورته په موقعې سخت ځواب  ورکړی او  وئیل کیږی ، چې په دغو ځوابی ډزو کې د هندوستان نهه پوځیان وژل شوی او یو شمیر نور ئې هم ټپیان شوی او د غه راز د هندیانو دوې پیاوړی مورچې هم تباه شوی دی .

  د پاکستان دپوځ  د اطلاعاتو ادارې یا آئی ایس پی آر د اعلامیې په اساس ، هندی پوځ  په کنټرول کرښې کې  د اوور بند په سیمو کې  د  اوور بند دخلاف ورزۍ په دوام کې  په شاه کوټ ، نوسیری او جوړا سیکټر  کې پر هستوګنې سیمې ډزې کړی ، چې په موقعې په ځوا ب کې هم پاکستانی پوځیانو  غاښ ماتونکی ځواب ورکړی  او په دغو حالاتو ئې یو ځل بیا ښودلې چې  هندی تیری هیڅکله هم بې ځوابه نه پاتیکیږی .

 

ټیګونه

کمنټونه