Oct 21, 2019 12:48 Asia/Kabul
  • د هندوستان پوځ د پاکستان پوځي اډې بمباري کړې

د هندوستان د پوځ قومندان د اسلام آباد تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د پاکستان په دریو پوځي اډو باندې د هوايي حملې خبر ورکړ.

د هندوستان د پوځ قومندان بپین راوت پرون مدعي شو چې د پاکستان په پوځي اډو باندې په بمبارۍ کښې لس پاکستاني پوځیان هم وژل شوې دي.

هغه دغه حملې د جیش محمد ډلې له خوا د فرورۍ میاشتې د چاودنې په ځواب کښې وبللې چې کابو څلویښت هندي پوځیان په کښې وژل شوې وو.

په عین حال کښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هندوستان د پوځ د قومندان څرګندونې د نړۍ د عامه افکارو د ګمراه کولو لپاره یو کوشش وباله چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې له کړکیچنو حالاتو رامینځته شویو دباؤنو د وتلو په تکل کښې دی.

 

ټیګونه

کمنټونه