Oct 23, 2019 07:50 Asia/Kabul
  • هند او پاکستان د کرتارپور سرحد پر سر موافقې ته ورسیدل

د کرتارپور سرحد په هکله له دغه هیواد سره موافقه به نن (د اکتوبر په ۲۳) لاسلیک شي.

د هندوستان حکومت د پاکستان په خاوره کښې د کرتارپور صاحب د زیارت لپاره له تلونکو سِک زیارتوالو څخه د لګښت په توګه د ۲۰ ډالرو د اخیستو لپاره د پاکستان وړاندیز ومنه او ویې ویل چې د کرتارپور سرحد په هکله له دغه هیواد سره موافقه به  نن (د اکتوبر په ۲۳) لاسلیک شي.

د ایرنا په لیکنه د هند د خارجه وزارت ویاند راویش کمار پرون له سک زیارتوالو د لګښت په اخیستو کښې د پاکستان له پریکړې ناخوښي وښودله خو ویې ویل چې د هند حکومت د پاکستان له شرطونو سره موافقه کړې ده.

هغه زیاته کړه: د کرتارپور صاحب Kartarpur Sahib زیارت ته بې له ویزې د تګ لپاره د سک زیارتوالو بیابیا غوښتنو او د نومبر په دولسمه نیټه د ګورو نانکGuru Nanak د زوکړې د کلیزې رانزدې کیدو ته په پام سره د هند حکومت اسلام آباد ته ویلې دي چې د دغې موافقې لاسلیکولو ته تیار دی.

د کرتارپور موافقې لاسلیکولو ته د هندوستان چمتو کیدل په داسې حال کښې دي چې د هند او پاکستان پوځي ځواکونو په دې تیرو ورځو کښې د کشمیر په کنټرول لاین کښې په خپلو کښې سختې نښتې لرلې دي.

د څلورو کیلومیټرو په اوږدوالي کرتارپور کوریډر له هندوستان څخه د پاکستان په ختیځ کښې کرتارپور ښار ته چې د سکانو ترټولو مقدس ځاې دی، د سک ښاریزو سفر ډیر اسانوي.

 

ټیګونه

کمنټونه