Nov 02, 2019 13:41 Asia/Kabul
  • د پاکستان د محکمې لخوا د پروېز مشرف د ټولو مالونو ضبطېدو فېصله

د پاکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې خاصې محکمې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د ټولو جائېدادونواو مالونو د ضبطېدو فېصله وکړه.

د ډان نيوز  د رپوټ له مخې د پاکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې خاصې محکمې د دغې محکمې احضاريو ته د پرويز مشرف له بې پاميو وروسته په يوې فېصلې کښې حکم ورکړ چې د هغه ټول جائېداد او مالونه دې ضبط کړې شي.

له دې محکمې د پاکستان محکمې مشرف د نه حاضرېدو او بيا بيا احضاريو ته د بې پامۍ په وجه په يوې فېصلې کښې تر تعقيب لاندې راوستے ؤ.

د پاکستان پخوانے ولسمشر پروېز مشرف له ۲۰۱۴ کال راهسې له دغه هېواده لاړ دے او دې ته تيار نه دے چې د محکمې پوښتنو ته د ځواب يلو لپاره پاکستان ته ستون شي.

 

ټیګونه

کمنټونه