Nov 14, 2019 07:33 Asia/Kabul
  • جمعیت علمای اسلام ګوندلوې لارې بندوی

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دجمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې د بلوچستان صوبې امیر اغا سید محمود شاه وویل دغه ګوند پلان لری ټولې سترې لارې چې بلوچستان صوبه له نورو صوبو سره ګڼدی تړی .

هغه د جمعیت علمای اسلام ګوند دفضل الرحمان څانګې د پلان بی (Plan-B) پراساس به نن د ورځې له دوې (۲) بجې څخه د پاکستان د کویټه او چمن لاره په کامل ډول وتړل شی .

اغا سید محمود شاه وویل د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان څانګه به نن د ایران تفتان لاره هم بنده کړی او په خضدار سیمه کښې به هغه لاره چې کراچۍ له بلوچستان صوبې سره وصلوی هم وتړی او په ډیره غازې خان سیمه کښې به د پنجاب او بلوچستان صوبې ترمینځ لاره هم وتړی .

هغه وویل د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې کارکونکی به د پلان بی (Plan-B)پراساس په رحیم یارخان کښې نن د ورځې دوه (۲)بجې په کوټ سبزی سیمه کښې له سیند صوبې سره د پنجاب صوبې ارتباطی لاره وتړی .

دغه راز په پنډۍ کښې به هم نن له اسلام اباد څخه په دوو (۲) تلونکو لارو کښې پرلتې ووهل شی .

بل خبر داچې د پاکستان خیبر پښتونخوا صوبه له هم نن دوه بجې د هیواد له نورو هیوادونو سره غوڅه شی .

له پاکستان څخه بل  خبر دا چې د دغه هیواد د قانون وزیر فروغ نسیم ()پرون وویل پخوانی لومړی وزیر نوازشریف یو ځل اجازه لری چې تر څلورو () اونیو پورې د درملنې لپاره خارج ته لاړ شی .

د پاکستان دمسلم لیګ د نوازشریف څانګې مشرانو د حکومت دغه وړاندیز رد کړی دی .

Image Caption

 

 

کمنټونه