Nov 15, 2019 05:36 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې هم د میلاد جشن ونمانځل شو

د پاکستان شیعه مسلمانانو او په دغه هیواد کښې استوګنو ایرانیانو بیګا په جوماتونو، امامباړو او اسلامي مرکزونو کښې د رسول اکرم(ص) او د امام جعفر صادق(ع) د نیکمرغه میلاد په شپه خوشالۍ وکړې.

په هم دې مناسبت د پاکستان د شیعه مسلمانانو له خوا د پلازمینې اسلام آباد، لاهور، کراچۍ، کویټې، پيښور، حیدر آباد، سکردو، ګلګت، فیصل آباد او کشمیر په شمول د هیواد په مختلفو ښارونو کښې پرتمین جشنونو او دستورې ترسره شوې.

په راولپنډۍ، لاهور، پيښور، کویټه او کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتور خونې هم د خوشالۍ په دې موقع د رسول الله مبارک او د هغوي د پاکې کورنۍ د مینه والو د جشن او خوشالۍ کوربنې دي.

 

ټیګونه

کمنټونه