Nov 18, 2019 13:33 Asia/Kabul
  • پاکستان د هند  د خارجه وزیر څرګندونې رد کړې

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل نن په اسلام اباد کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د امنیت د تامینولو په هکله د دغه هیواد د خارجه وزیر څرګندونې بې اساسه وبللې .

هغه وویل پاکستان د داسې هیواد په توګه چې له ترهګرۍ څخه یې ترټولو زیات تاوان لیدلی دی هماغه راز ځان په سیمه او نړۍ کښې رغنده تعامل ته ژمنی ګنی .

د پاکستان د باندنیو چارو دوزارت ویاند محمد فیصل  له ترهګرۍ د اسلام اباد د ملاتړ  او  په جمو او کشمیر کښې د حالاتو دعادی کیدا په هکله د نوی ډیلی د چارواکو ادعا رد کړه او ویې ویل په کشمیر  کښې د اعتراض کونکو ځپل هماغه راز دوام لری .

د نوی ډیلی لخوا د کشمیر سیمې د خپلواکۍ له لغوه کیدا راهسې له هندوستان سره د پاکستان اړیکې تاوتریخجن پړاو ته ورننوتلی دی .

پاکستان د نوی ډیلی دغه کار ته په غبرګون کښې له هندوستان سره خپلې اړیکې کمې کړې  او په ورپسې ګامونو کښې یې له هندوستان سره تجارت او تګ راتګ بند کړ او د هندوستان سفیر یې هم له هیواده وویست .

 

ټیګونه

کمنټونه