Dec 15, 2019 06:51 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر عربستان ته تللی دی

زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوې (۱) ورځې سفر لپاره عربستان ته تللی او هلته یې د دغه هیواد له چارواکو سره د بیلابیلو موضوعګانو په هکله خبرې کړی دی .

د عربو هیوادونو یوې (۱) سرچینې ایشوا کړی ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران ځان ځکه سعودی عربستان ته سفر وکړ چې د ریاض حکومتی چارواکی د مالیزیا په پلازمینې کوالا لامپور کښې په یوه (۱) کانفرنس  کښې د عمران خان په ګډون کولو خپه دی .

د مالیزیا دغه کانفرنس د دسمبر دمیاشتې له اتلسمې (۱۸) تر شلمې (۲۰) نیټې پورې په کوالا لامپور کښې ترسره کیږی .

د کوالا لامپور کانفرنس د مالیزیا لومړی وزیر ډاکټر محمد مهاتیر پلان کړی او پکښې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثانی او د ایران ولسمشر حسن روحانی ګډون کوی
احتمال شته چې د انډونیزیا ولسمشر جوکو ویډو ډو هم په غه کانفرنس کښې ګډون وکړی .

 

ټیګونه

کمنټونه