Jan 18, 2020 05:33 Asia/Kabul
  • امریکاد چین او پاکستان ترمینځ اړیکې نشی خرابولی

یاؤ ژینګ زیاته کړې ، امریکاتل هڅه کړې ده څو د پآکستان ولس د دواړو هیوادونو په ګډ اقتصادی کریډور (سی پیک) بدبینه کړی،خو د بیجینګ او اسلام اباد اقتصادی اړیکې به په ۲۰۲۰ کال کې هم هماغه راز دوام وکړی .

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ ،  په پاکستان کې د  چین سفیر یاؤژینګ  پرون  له اسلام اباد سره دبیجینګ  په تجارتی اړیکو کې د امریکا  په لاسوهونکی کړچار په سختو نیوکو سره  وئیلی دی ،واشنګټن  د دواړو هیوادونو مخینه لرونکو اړیکو ته تاوان نشی رسولی ، او د امریکا له چټی هلوځلو سره سره  د پاکستان  او چین  تجارتی اړیکې به له مخکې لازیاتې پیاوړی شی .

یاؤ ژینګ  زیاته کړې ، امریکاتل هڅه کړې ده څو د پآکستان ولس د دواړو هیوادونو په ګډ اقتصادی کریډور (سی پیک) بدبینه کړی،خو  د بیجینګ او اسلام اباد  اقتصادی اړیکې به په ۲۰۲۰ کال کې هم  هماغه راز دوام وکړی .

 په پاکستان کې د چین سفیر ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا د بیجینګ او اسلام اباد په ښو اړیکو اندیښمن دی ، روښانه کړې ، چین  هیڅکله هم اجازت نه ورکوی ،  دبل چا په  ګوت وهنو سره  ئې له پاکستان سره  اړیکې اغیزمنې شی .

د امریکا  خارجه وزارت په همداوروستیو کې وئیلی ، سی پیک اقتصادی پروژه  دپاکستان د بهرنیو پورونو د زیاتیدا لامل کیږی .

 

ټیګونه

کمنټونه