Jan 18, 2020 12:17 Asia/Kabul
  • د پاکستان رسنیو د مشر تابه څرګندونو ته انعکاس ورکړی

زمونږ خبریال وايي د پاکستان رسنیو د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي څرګندونو ته پراخ انعکاس ورکړی دی .

د پاکستان ایکسپریس ورځپاڼې نن ولیکل د ایران د اسلامي  انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران  د قدس ځواک د مشر ډګرجنرال شهید قاسم سلیماني د جنازې مراسم چې میلیونو خلکو پکښې ګډون درلود او په عراق کښې د امریکا په پوځي اډو د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک بریدونه د «یوم الله»په توګه وبلل .

د پاکستان جنګ ورځپاڼې هم د اټومي موافقې په هکله  او په اروپايي هیوادونو باندې د ایران د اسلامي انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي څرګندونو ته په اشارې سره وویل د مشر تابه ستر په اټومي موضوع کښې اروپايي هیوادونه د نه اعتماد وړ وبلل .

جنګ ورځپاڼې زیاته کړه په بغداد کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د شهید قومندان ډګرجنرال قاسم سلیماني بزدلانه ټرور د امریکا د مخ د تورۍ سبب وباله .

د پاکستان ډان ورځپاڼې هم د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي  سید علي خامنه اي  څرګندونې په دغه توري سره چې ډونالډ ټرمپ جوکر(joker) دی او  د ایران له خلکو د ملاتړ تظاهر کوي وویل اروپايي هیوادونو ته یې د مشر تابه د ستر مقام حضرت ایت الله خامنه دغه خبرې ته  چې تاسو کوچني یاست چې د ایران ملت په ګونډو کړې زیات اهمیت ورکړی دی .

ډان ورځپاڼې وویل امریکا د سیمې د ترهګرۍ ضد د قومندان په ټرور کولو سره خپله ترهګره څیره وښودله او ډګرجنرال قاسم سلیماني یې په بزدلانه ډول او په غیر مستقیم ډول د جنګ په  میدان کښې نه بلکې د بغداد هوايي ډګر ته نږدې ټرور کړ .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي پرون  د تهران دجمعې لمانځه په خطبو کښې د امریکا رعب ته د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک سخت ګوزار د امریکا د بې عزتۍ سبب وباله او ویې فرمائیل دغه پیاوړی حیثیتي  ګوزار په هیڅ شي سره نه جبرانیږي او د تهران پرضد د  بایکاټونو زیاتول چې نن سبا یې امریکا په هکله خبرې کوي د دغه هیواد له لاسه تللی عزت بیرته نه ورستنوي .

 

 

ټیګونه

کمنټونه