Jan 23, 2020 15:48 Asia/Kabul
  • ایران  اوپاکستان خپل مینځنئ اړیکې پیاوړی کوی

په دغې کتنې کې همداراز په لویدیځی هیوادونو کې د میرمنو اوماشومانو د حقوقو او توکمیزو توپیرونو پشمول د بشری ح قوقو خلاف ورزیو ته په اشارې سره ، د انسانی ټولنو دحقوقو په رعایتولو مشتمل د اسلام دبډای کلتور ا و تعلیماتو په اساس په دې زمینې کې د ایران او پاکستان د ګډو ملګرتیاؤ غوښتنه شوې ده .

زمونږخبریال له اسلام اباده راپورراکړ په پاکستان کې دایران سفیر سید محمدعلی حسینی د پاکستان دبشری حقوقو په چارو کې  له وزیرې میرمن شیرین مزاری سره په اسلام اباد کې کتنه  کړې  او دوو اړخیزو بشری حقوقو دملګرتیاؤ  په پیاوړتیا ئې ټینګار کړی دی .

  په دغې کتنې کې دواړو خواؤ په اسلامی  هیوادونو کې دبشری حقوقو سره  د اړونده  مشورتی غونډو ترسره کیدا، خبرې اترې  او د تجروبو مبادله ،د ورځې یو ضرورت بللی دی .

حسینی او مزاری د ځیو لویدیځی  مدعی هیوادونو  په وسیله د بشری حقوقو له موضوع سیاسی او آوزاری استفاده او دهغوی  دوه ګوڼه سټنډرډونه هم محکوم کړی دی  . 

 په اسلام اباد کې د ایران سفیر او د پاکستان دبشری حقوقو د چارو وزیرې همداراز د دواړو هیوادونو د ګډو کلتوری او اسلامی بډایو سرچینو څخنه  په استفادې سره  د بشری حقوقو، د میرمنو او ماشومانو د حقوقو په حوزې کې د تولید پر ضرورت ټینګار کړی دی .

 په دغې کتنې کې همداراز په لویدیځی هیوادونو کې د میرمنو اوماشومانو د حقوقو او توکمیزو توپیرونو پشمول  د بشری ح قوقو خلاف ورزیو ته په  اشارې سره،د انسانی ټولنو دحقوقو په رعایتولو مشتمل د اسلام دبډای  کلتور او تعلیماتو په اساس په دې زمینې کې د ایران او پاکستان د ګډو ملګرتیاؤ غوښتنه  شوې ده .

 

ټیګونه

کمنټونه