Feb 01, 2020 15:41 Asia/Kabul
  • د ټیسټ سیریز لپاره د بنګلادیش په خلاف د پاکستان د لوبډلې اعلان 

د پاکستان د کرکټ لوبډلې چیف سلیکټر مصباح الحق د پاکستان او بنګلادېش ترمینځه د ټسټ سیریز لپاره د پاکستاني لوبډلي اعلان وکړ.

مصباح الحق څرګنده کړه چې د دې ټیسټ سیریز لپاره اظهر علي کپتان اعلان شوی او په نورو لوبغاړو کښې شان مسعود، بابراعظم، اسد شفیق، حارث سهیل، عابد علي، محمد عباس، یاسر شاه او شاهین افریدي شامل دي.
امام الحق، محمد رضوان، عمران خان، بلال آصف، فهیم اشرف او نسیم شاه هم په دغه لوبډلي کښې شتون لري.
فواد عالم هم یو ځل بیا د پاکستان په لوبډلي کښې خپل ځای ترلاسه کړو.

Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه