Feb 14, 2020 16:00 Asia/Kabul
  • د ترکیې او پاکستان اړیکې باید نوره هم پراخې شي

رجب طیب اردوغان همدرااز د پيړۍ د معاملې په نامه د امریکا د ولسمشر د مینځني ختیځ د تش په نامه سولې پلان باندې په نیوکو سره هم زیاته کړې ، د مینځني ختیځ یا لویدیيځي آسیا لپاره د ټرمپ پلان د سولې لپاره نه ، بلکې دغه پلان د اسرائیلو دنیواکګر ۍ د پراختیا لپاره دی .

زمونږخبریال له اسلام آباده راپور راکړ  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دپاکستان په پارلیمان کې  پخپلې وینا کې  داسلام اباد او انقرې  ترمینځ  داړیکو په پیاوړتیا په ټينګار سره  ووئیل ، ترکیه  په درستو سیمه ایزو او نړیوالو  مسئلو کې  له پاکستانه ملاتړ ته د وام ورکوي .

رجب طیب اردوغان  همدرااز د پيړۍ د معاملې  په نامه د امریکا د ولسمشر د مینځني ختیځ د  تش په نامه سولې  پلان باندې په نیوکو سره  هم زیاته کړې ،  د مینځني ختیځ یا لویدیيځي آسیا لپاره د ټرمپ پلان   د سولې لپاره  نه ، بلکې   دغه پلان د اسرائیلو دنیواکګر ۍ د پراختیا لپاره دی .

 هغه  دکشمیر موضوع ته په اشارې او همداراز د اسلام اباد د حکومت له دریځونو  دملاتړ په اعلانولو سره ، دکشمیر دشخړې دعادلانه حل  او ددغې سیمې  د مسلمانانو د حقوقو ته د احترام  غوښتنه هم  وکړه .

Image Caption

 

د ترکیې لومړی وزیر پرون په  دوه ورځني رسمي سفر  دپاکستان اسلام اباد ته تللی دی .وروستي راپورونه ښئ چې  دترکیې لومړي وزیر د پاکستان له لومړي وزیر سره دوه ځله ون آن ون لیده کاته  هم کړي دي .

 هغه بیګا د پاکستان له ولسمشر ډاکټر عارف علوي سره  هم په کتنې کې د سیمې د وروستیو بدلونونو په  ارزونې سره ، له اسلامه د ویرولو  له سپيرې پروسې سره  دمقابلې لپاره د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په پیاوړتیا هم ټينګار وکړ .

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه