Feb 19, 2020 05:43 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دایمي ثبات او جمهوري نظام غواړو

عمران خان ویلي، دی یو هوسا، باثباته او ولسواک افغانستان غواړي او د سولې په بهیر کې د خپلې همکارۍ ژمنه بیا تکراروي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې هیله ښودلې چې راتلونکو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي او دا کار افغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.

عمران خان له خلیلزاد سره مخکي  لیدنه کړې خو معلومات یې پرون په پرله پسې ټویټونو کې ښکاره کړي دي او ویلي یې دي چې خلیلزاد ورته د وروستیو پرمختګونو اړوند معلومات ورکړي دي.

عمران خان ویلي، دی یو هوسا، باثباته او ولسواک افغانستان غواړي او د سولې په  بهیر کې د خپلې همکارۍ ژمنه بیا تکراروي.

عمران خان، خلیلزاد ته ویلي، پاکستان د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د وروستي پرمختګ هرکلی کوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران ټینګار وکړ چې د سولې د تړون لاسلیک او عملي کول به له پاکستان څخه د میلیونونه افغانانو ستنېدو ته لار هواره کړي.

 

 

ټیګونه

کمنټونه