Feb 20, 2020 13:14 Asia/Kabul
  •  په تربت کې د ترهه ګرو په حملې کې ۸پوځيان وژل شوي

د تیرې دوشنبې په ورځې هم په کویټه ښار کې د په یوې ځان مرګي حملې کې چې د یوې فرقه پالې ډلې د دوو لورو ترمینځ دشخړې نتیجه بلل شوې ، د دوو پولیسو پشمول لس کسان وژل شوي او کابو پنځه دیرش نور ټپیان شوي وو

د سحر اردو ټيلیویژني چینل راپور ورکړی،د پاکستان  دبلوچستان صوبې په تربت سیمې کې نن سهار وختي یو شمیر ترهه ګرو د ښار په یوې پلټونکي پستې  برید کړی ، چې له امله ئې پنځه پوځيان  وژل شوي او دغه راز په ځوابي ډزو کې هم درې ترهه ګر هلاک شوي دي .

په دغې نښې کې یو شمیر پوځيان ټپیان شوي هم دي .

  دخبر ترمخابیره کیدا پورېددغې پيښې پړه چاپه غاړه نه ده اخستې خو وئيل کیږي،چې له وروستیو څو کلونو راهسې بلوچستان صوبه د ترهه ګرو او د ځينو بیلتون غواړو ډلګیو د ترینګلو فعالیتونو له امله  ناکراره شوې ده.

د تیرې دوشنبې په ورځې هم  په کویټه ښار کې د په یوې ځان مرګي حملې کې  چې د یوې فرقه پالې ډلې د دوو لورو ترمینځ دشخړې نتیجه بلل شوې ، د  دوو پولیسو پشمول  لس کسان وژل شوي او کابو پنځه  دیرش نور ټپیان شوي وو . وئيل شوي چې  دغه پيښه  د سپاه صحابه د ترهه ګرې ډلې د دوو مشرانو ترمینځ  داختلافاتو د رابرسیره کیدا له امله شخړه شوې چې یوه لوري پر بل لوري ځان مرګی برید کړی او دغه  کسان ئې قرباني کړي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه