Feb 20, 2020 14:14 Asia/Kabul
  • د پاکستان عمومي څارنوال استعفی ورکړه

ځيني سرچینې وائي که انور مقصود نن استعفی نه وائ ورکړي نو حتما حکومتي لوري ورځيني د استعفی ورکولو غوښتنه کوله .

زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری چینل له قوله راپورراکړ د پاکستان   دفیډرل حکومت لوي څارنوال  انور مقصود دځينو  دلیلونو له امله  له خپلې څوکۍ استعفی ورکړې ، چې یو لړ ناسم اخستونونه ئې هم راپارولي دي .

راپور ښئ  انور مقصود خپله استعفی  د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته لیږلې او ووئيلي ئې دي ، چې د پاکستان دقضایه قوې بار کونسل ورځيني د استعفی غوښتنه کړې وه ، او له دې مخکې چې ځيني اختلافات نوره هم زیات شي ،  له خپلې دندې ګوښه کول غوره ګڼم.

هغه وئيلی له بده مرغه هغه  کونسل چې زه ئې مشر وم اوپه دغې ټولنې کې مو ډيرې قربانۍ ورکړي دي کله دوي له ماڅخه دغه شان غوښتنه کوي ،نو زه هم مجبوره یم  چې له خپلې دندې څنګةشم .

 له دې سره په یووخت د پاکستان فیډرل حکومت  ترجمان په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، د  لوي څارنوال  د استعفی  د غوښتنې په اړه  دوي هیڅ اقدام نه دی کړی او  دمرکزي حکومت  ورسره هیڅ  اړه نه لري . البته ځيني راپورونه ښئ چې  لوي څارنوال پخپله خوښه  استعفی ورکړې ده ، خو ځيني  سرچینې وائي که  انور مقصود نن  استعفی نه وائ ورکړي نو حتما  حکومتي لوري ورځيني د استعفی ورکولو غوښتنه کوله .

 

ټیګونه

کمنټونه