Feb 28, 2020 05:17 Asia/Kabul
  • د امریکا له دسیسو سره مبارزه اړینه ده

زمونږ خبریال وايي د جمعیت علمای پاکستان مشر پیر اعجاز احمد هاشمي (Jamiat Ulema-e-Pakistan)پرون له نړیوال استکبار سره د مبارزې او مقابلې لپاره د نوي اسلامي ارګان د جوړیدا په اړتیا ټینګار وکړ .

هغه وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ د جنایتونو عامل او د اسلام  حقیقي دښمن دی او له دې کبله د امریکا له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د نوي اسلامي ارګان جوړول د نړۍ د مسلمانانو لپاره ضروري چاره ده .

د جمعیت علمای پاکستان مشر پیر اعجاز احمد هاشمي زیاته کړه اسلامي ملګرتیا موسسه په یوې (۱) بې ګټې موسسې بدله شوي ده او هغه د دښمانانو د دسیسو او د استکبار په مقابل کښې د مسلمانانو د حقوقو په ساتلو کښې ناکامه پاتې ده او په همدې دلیل دغه موسسه باید څنګ ته کړې شي .

د پاکستان دغه نامتو اهل سنت روحاني د نړیوال استکبار په مقابل کښې د اسلامي هیوادونو په اتحاد د ټینګار په ترڅ کښې وویل که چیرې د  اسلامي ملګرتیا موسسې د مسلمانانو د حقوقو په وړاندې خپل رول لوبولی تراوسه به د فلسطین مسله حل شوي وه خو له بده مرغه مونږ وینو چې ځينې اسلامي هیوادونه د مسلمانانو د  ګټو د ساتلو پرځاې له امریکا او صهیونیسټ رژیم سره ښې اړیکې لري .

 

ټیګونه

کمنټونه