Mar 17, 2020 05:35 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د کروناویروس دککړوشمیر۱۹۰کسانوته ورسید

له دې سره په یووخت ویئل کیږي ، چې له ایرانه تلونکي زیارتوال هم په تفتان پولې کې تر څوارلسو ورځو پورې ساتل کیږي او له دې وروسته خپلو خپلو صوبو ته لیږدول کیږي ، دا هم وئیل شوي دي ، چې په دغو زیارتوالو کې هم په لسګونو داسې کسان شته چې په کرونا ویروس ککړ دي او د دوي په بشپړ درملنه روانه ده .

زمونږخبریال د  دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ په پاکستان کې  په یوې ورځې کې  په بیلابیلو سیمو کې د یوسل یو دیرش کسانو  په کرونا ویروس دککړتیا خبر ورکړل شوی چې  تر ټولو زیات په سند صوبې کې پيژندل شوي دي .

راپورښئ په سکهر کې یو سل نولس ، کراچۍ کې دیرش ،، خیبر پختونخواه  کې هم پنځلس کسان  او همداراز په بلوچستان کې لس او پنجاب صوبې کې پنځه ککړ کسان پيژندل شوي دي .

دسند صوبې د روغتیائي ادارې  مسئولانو په همدا وروستیو کې د یوې خبرتیا په  صادرولو سره وئيلي دي ، په کراچۍ او حیدر آباد کې ځيني نور ککړ کسان هم پيژندل شوي چې  په  سند صوبې کې  تر دې دمه یوسل پنځوس کسان په کرونا ویروس ککړ شوي دي .

داپه داسې حال کې دی چې  د سند صوبې اعلاوزیر مراد علی شان  وئیلي دي   په سند صوبې کې د کرونا ویروس د خوریدا خطره  په زیاتیدا ده چې باید مرکزي حکومت په دې اړه ورسره سملاسی مرسته وکړي .

 راپورښئ چې  دسند حکومت په سکهر ښار کې په کابو دوه زره کورونو مشتمل  لیبر کالوني په بشپړ ډول د کرونا ویروس ککړو کسانو د ساتلو لپاره  مخصوصه کړې او وئيلي ئې دي ،  په  دغې کالونۍ کې به په سند صوبې کې  ککړ کسان قرنطینه کیږي او تر بشپړ درملنې پورې به  په دغې کالونۍ کې  چې په یوه  بشپړ سنبال روغتون بدله شوې ،درملنه او ساتنه کیږي

 له دې سره په یووخت ویئل کیږي ، چې له  ایرانه تلونکي زیارتوال هم په تفتان پولې کې تر څوارلسو ورځو پورې ساتل کیږي او  له  دې وروسته خپلو خپلو صوبو ته لیږدول کیږي ، دا هم وئیل شوي  دي ، چې  په دغو زیارتوالو کې هم   په لسګونو  داسې کسان  شته چې  په کرونا ویروس ککړ دي  او د دوي په بشپړ درملنه روانه ده .د سند اعلی وزیر پر درستو خلکو غږ کړ،د کرونا ویروس دخوریدا د مخنیوي په خاطر کې دې له خپلو کورونو بهر نه وځي او زیاتره غونډې او پروګرامونه دې هم بل وخت ته وځنډوي .

په پاکستان کې درستې تعلیمي ادارې او پوهنتونونه تر درو اونیوپورې تړل شوي  او  په کرونا ویروس دککړ کسانو د درملنې لپاره ځانګړي اقدامات شوي دي .

په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي دي چې په افغانستان کې هم  په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر شپیتو ته رسیدلی دی .

 

 

ټیګونه

کمنټونه