Apr 01, 2020 06:31 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې کورونا وایروس تبلیغیانو خپور کړی

زمونږ خبریال وايي د پاکستان په اکثرو ښارونو کښې کورونا وایروس د هغو تبلیغیانو په وسیله خپور شوی چې له سعودي عربستان څخه د لاهور رائیونډ سیمې ته ورغلي دي .

د پاکستان دسیند صوبې په حیدراباد سیمه کښې په نور جومات کښې چیرې چې لومړی  دوه سوه(۲۰۰) کسان قرنطینه شوي وو شپږ دیرش (۳۶) کسان کورونا وایروس لري .

دغه کسان د پاکستان په پنجاب صوبې کښې له رائیونډ تبلیغي اجتماعي څخه چیرې چې په لسګونو زرو خلکو د مارچ د  میاشتې له یولسمې (۱۱) تر پینځلسمې (۱۵) نیټې پورې ګډون کړی وو ورستانه شوي وو .

د پاکستان د سیند صوبې د روغتیا وزارت وویل   دوه (۲) کسان چې د لاهور په رائیونډ کښې په تبلیغي اجتماع کښې ورته کورونا وایروس لګیدلی وو پرون په کراچۍ ښار کښې مړه شول .

 

ټیګونه

کمنټونه