Apr 01, 2020 16:17 Asia/Kabul
  • په پاکستان او چین کې په کرونا د اخته کسانو شمیر زیات شو

په پاکستان کی په کرونا اخته تر ټولو زیات کسان په پنجاب صوبه کی ۷۰۸ ، په سند صوبه کی ۶۷۹ ، په خیبر پښتونخوا صوبه کی ۲۵۳ ، په بلوچستان صوبه کی ۱۵۸ ، په اسلام اباد کی ۵۸ ، په ګیلګت بلتستان کې ۱۷۸ او په جمو او کشمیر کې شپږ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوی دي .

 

د فارس خبري اژانس له راپور سره سم د پاکستانی چارواکو لخوا د اعلان شویو شمیرنو په اساس تر نن سهاره پورې په دغه هیواد کی په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر له دوه زره تنو واوړیده . په دغه هیواد کی همداراز ۲۷ کسان وژل شوی دي . په پاکستان کی په کرونا اخته تر ټولو زیات کسان په پنجاب صوبه کی ۷۰۸ ، په سند صوبه کی ۶۷۹ ، په خیبر پښتونخوا صوبه کی ۲۵۳ ، په بلوچستان صوبه کی ۱۵۸ ، په اسلام اباد کی ۵۸ ، په ګیلګت بلتستان  کې ۱۷۸ او په جمو او کشمیر کې شپږ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوی دي .

په عین حال کی په چین کې هم نن د کرونا له امله اوه کسان وژل شوی دي . په چین کې همداراز ۳۶ نور کسان هم په دغه ویروس ککړ شوی دي چی ۳۵ کسان پکې له بهر چین ته ورغلی دي .

 

ټیګونه

کمنټونه