Apr 07, 2020 07:35 Asia/Kabul
  • پاکستان په کشمیر کښې د مسلمانانو خلاف د هندوستان د اقداماتو په هکله خبرداری ورکړ

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر د مسلمانانو خلاف د دغه حکومت د غلیمانه اقداماتو د پایلو په هکله خبرداری ورکړ.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې عایشه فاروقي پرون د هند ترکنټرول لاندې کشمیر د مسائلو د کورني بللو په هکله د دغه هیواد د خارجه وزارت د ادعاؤ په ردولو سره وویل: کشمیر یوه داسې سیمه ده چې برخلیک یې نه دی ټاکل شوی او هندوستان یې یوه کورنۍ مسئله نه شي ګڼلې.

هغې زیاته کړه چې د هندوستان د پارلیمان له خوا د کشمیر د خودمختارۍ لغوه کول د نوې ډیلي په ګټه د کشمیر د نفوسي جوړښت د بدلولو کوشش دی.

عایشه فاروقي څرګنده کړه: هند په یواړخیزه توګه د کشمیر د خودمختارۍ په ختمولو سره د کشمیریانو په حقوقو سترګې نه شي پټولې.

 

ټیګونه

کمنټونه