Apr 09, 2020 06:22 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې په ايران د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو د ختمولو غوښتنې دوام لري

د پاکستان د شيعه مسلمانانو قائد د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو د ختمولو په ضرورت تاکيد وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې علامه سيد ساجد علي نقوي پرون وويل، د کورونا وائرسو د خپرېدو په ډېرو سختو حالاتو کښې د دغو بنديزونو دوام ثابته کړه چې له نړيوال استعمار په تېره بيا له امريکې څخه د انساندوستۍ او خېر طمه کول خالصه محض اشتباه ده.

هغه زياته کړه، کورونا په يو نړيوال بحران بدله شوېده، خو له بده مرغه خو د طاغوت او د بشري حقوقو د دروغو علمبردارو جنايتونه اوج ته رسېدلي دي.

علامه سيد ساجد علي نقوي زياته کړه، د ايران په خلاف د امريکې د ظالمانه بنديزونو په وړاندې د اسلامي تعاون تنظيم معني خيز خاموشي اندېښمنونکے ده او دا احساس کيږي چې اوس هيڅ نړيواله اسلامي اداره نشته چې له اسلامي هېوادونو دفاع  وکړي.

دغه نامتو پاکستاني ديني عالم د ايران خلقو ته په خطاب سره وويل. د پاکستان خلق د کورونا په دې بحران کښې د خپل دوست او ګاونډي ايران هېواد له شريف ملت سره ټينګ ولاړ دي. او د ايرن اسلامي جمهوريت به هم په ذمه دارانه تدبير او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په بصيرت ناکو فېصلو سره دغه بحران او هم د امريکې بنديزونو ته ماتې ورکړي.

همدارنګ د پاکستان د پيپلز پارټۍ وياندې مېرمن نفيسه شاه هم پرون وويل، پکار دي له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره په ايران باندې د امريکې يو اړخيز بنديزونه لغو شي.

له دې مخکښې د پاکستان وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قريشي هم په ځلونو په ايران باندې د امريکې د يو اړخيزو او غير قانوني بنديزونو د ختمولو غوښتنه کړې وه.

 

ټیګونه

کمنټونه