Apr 10, 2020 14:48 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد د امریکا یواړخیز بندیزونه دې ختم شي

د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې زیاته کړې،اسلام آباد د جامعه نړیواله ایټمي موافقه د خبرواترو او ډيپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو د حل لپاره مناسبه بیلګه ګڼي، او ددغې نړیوالې موافقې پر ساتلو ټينګار کوي .

ایرناخبري  آژانس راپور ورکړی،د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن عایشه فاروقي نن په اسلام اباد کې پخبل خبری کنفرانس کې وئيلي هماغه ډول چې  دپاکستان لوميړ وزیر عمران خان وئيلي دي،د ایران په ضدد امریکا یواړخیزبندیزونه دې ختم شي،څو تهران  له کرونا ویروس سره په اغیزشیندونکي  توګه مقابله وکړائ شي .

 د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې زیاته کړې،اسلام آباد د جامعه نړیواله ایټمي موافقه د خبرواترو او ډيپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو د حل لپاره مناسبه بیلګه  ګڼي، او ددغې نړیوالې موافقې پر ساتلو ټينګار کوي .

  د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم په همداوروستیو کې  د ملګروملتو سرمنشي آنتوګوتریش ته په یوه لیک کې  دایران په ضد د امریکا د یو اړخیزو او غیرقانوني بندیزونو د ختمولو په ضرورت په ټينګار سره  وئیلي وو ،د ایران د  سلامتیا دنظام له علمي توانمنیو سره سره ، د درملو او طبی تجهیزاتو د پير پلور څخه دمخنیوي لپاره  دامریکا بندیزونو او وارمخکې شرطونو په ایران کې له کرونا ویروس خوریدو سره د مبارزې لپاره  هلې ځلې  له جدي خنډونو سره مخامخ کړي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه