May 11, 2020 17:10 Asia/Kabul

که په درستې کورمې ضلعې کې تعلیمي ادارې په ټاکلي وخت خلاصې نه شي،نو په دې اړه به مظاهرو ته مخه کړي او دغه احتجاج او اعتراضونه به د هیواد نورو سیمو ته هم وغیزیږي .

له پاره چناره زمونږ خبریال راپور راکړ د  پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې په مرکز پاره چنار کې دخصوصي سکولونو د ټولنې مشرانوګواښ کړی،ځاي حکومت دې د جون  له لومړۍ نیټې څخه درست سکولونه پرانیزي او هممداراز دې دغوخصوصي ښونځیو ته خصوصي پيکیج ورکړي ځکه په تیرو څو میاشتو کې له محصیلینوهیڅ  فیس نه دی اخستل شوی او د سکولو لګښتونه ئې ورکړي دي

د کورمې ضلعې د پرائيویټ سکولونو د منیجمنټ پلاوي مشرانو مسرت حسین سر زاهد، صابر حسین ،محسن طوري  او نورو مسئولانو په خبری کنفرانس کې  وئيلي دي ،خصوصي تعلیمي ادارو له کرونائي بحران څخه ډیر تاوانونه موندلي او همداراز د لکونو محصیلینو اوزده کونکو راتلونکی ئې له خطرو سره مخامخ کړی دی ، باید درست خصوصی ښونځي  دراتلونکي جون لومړۍ نیټې پرانیستل شی  او صوبائي حکومت  دې له دغو سکولونو سره خصوصي مرستې وکړي . دوي پخپلو څرګندونو کې پر حکومت غږ کړی ،کله  نوره حکومتي ادارې پرانیستل شوي ،  مارکیټونه  خلاص شوي دي ، نو باید د  محصیلینو اوزده کونکو راتلونکی دې وژغورل شی او خصوصی سکولونه دې هم پرانیستل شي څو د لکونو ماشومانو تعلیمي کال ضائع نه شي

دوي همداراز غوښتنه کړې د میټرک ایف اې  ایف ایس سي  ا متحانات دې سملاسی پیل کړائ شي  او د محصیلینو او زده کونکو نور وخت دې ضائع نه شي .دوی یو ځل بیا ګواښ کړی ،که په درستې کورمې ضلعې کې تعلیمي ادارې په ټاکلي وخت خلاصې نه شي،نو په دې اړه به  مظاهرو ته مخه کړي او دغه  احتجاج او اعتراضونه به د هیواد نورو سیمو ته هم  وغیزیږي .

 

ټیګونه

کمنټونه