May 23, 2020 14:32 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د کابل د حکومت دمخالفو ډلوپر شتون  دامریکا نیوکې

د امریکا په وسیله په پاکستان کې د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو ډلو د شتون پشمول د دغه هیواد په ضد د بیلابیلو تورونو مطرح کیدا په روستیو کلونو کې د اسلام اباد او واشنګټن په اړیکو کې دتاؤتریخوالو د زیاتیدا عوامل دی .

د امریکا جنګ وزارت پنټاګان  په یوه راپور کې بیا ادعا کړې ده، دپاکستان حکومت د افغانستان د حکومت مخالفو ډلو ته په پناه ورکولو سره له دوي ملاتړ کو ي.

 د امریکا ددفاع وزارت په دغه راپور کې راغلي دي ، په پاکستان کې د اشرف غني د حکومت د مخالفو ډلو شتون ، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یو ګواښ دی .  پاکستان په کرتو د امریکا دغه ډول ادعاګانې،ددغه هیواد دسیمه ایزو پلانونو دماتې توجیه او  دعمومی افکارو د غولولو لپاره  ارزولي دي .

  د افغانستان د حکومت مخالفو وسلوالو ډلو ته په پناه ورکولو او ملاتړ باندې د پاکستان تورنول،یوداسې کړچار دی،چې په تیروکلونو کې د واشنګټن د بهرنی سیاست په ایجنډا کې شامل  وو .د امریکا په وسیله  په پاکستان کې د افغان حکومت د  مخالفو  وسلوالو  ډلو د  شتون پشمول  د دغه هیواد په ضد د بیلابیلو تورونو مطرح کیدا  په روستیو  کلونو کې  د  اسلام اباد او واشنګټن  په اړیکو کې  دتاؤتریخوالو د زیاتیدا   عوامل دی .

 البته  واک ته د ډونالډټرمپ  د حکومت په رسیدا او د پاکستان په ضد د سختو ادبیاتو په کارولو په تیره بیا له دغه هیواد سره  د مالی او پوځي مرستو په  غوڅولو د ګواښلو په باب دغه هیواد ته په دړکو ورکولو سره ،ددواړو  هیوادونو په اړیکو کې  تاؤتریخوالی په اوڅاره توګه زیات شوی دی .

 د اسلام اباد د چارواکو له نظره،د پاکستان په ضد دامریکا تورونه  بې اساسه دي  او دغه هیواد له تیرو دوو لسیزو راهسې په افغانستان کې د سپینې ماڼۍ د جنګ غواړي خوي قرباني  دی . 

د پاکستان د چارواکو په وینا، له ۲۰۰۱کال څخه  په افغانستان د  امریکا  او په ناټو کې ددغه هیواد  دمتحدانو په لښکرکشۍ سره تر دې دمه  پاکستان ته څه دپاسه  اتیا میلیارډ ډالره تاوانونه  اړولی دي او په دغه هیواد کې د ترهه ګرو حملو او ناکراریو د زیاتیدا اصلي علت  هم،په افغانستان کې د پوځي شتون پر دوام  د واشنګټن ټینګار  دی .

  په داسې شرائطوکې د امریکا دفاع وزارت بیا پاکستان دافغانستان د حکومت دمخالفو وسلوالو ډلو  په ملاتړ او پناه ورکولو تورن کړی دی،چې  سپينې ماڼۍ د فرورۍ په ۲۹ په قطر کې  له طالبانو ډلې سره د شوي تش په نامه سولې موافقې په پرمخ بیولو کې ناکامه شوي د ه .

دا لیدتوګه شته چې د پاکستان په ضد دتیرو تورونو  له تکرارولو څخه د امریکا د دفاع وزارت انګیزه ، په افغانستان کې له طالبانو ډلې سره د سولې لپاره  دخپل پروګرام له ناکامیدا څخه په سیمې کې د   عمومي افکارو غړیدا ده چې  حتی لامل شوي څو  د بین الافغاني خبرواترو   موضوع چې ټاکل شوې وه ،  د دوحې له موافقې وروسته ترسره شي ،  له یو لړ خطرو سره مخامخ شي .

 پاکستان په کرتو وئیلی دي ، چې  په افغانستان کې  له ترهه ګرۍ څخه ملاتړ  او یا ددغه هیواد د حکومت  مخالفو وسلوالو ډلو ته پناه ورکولو،په پاکستان کې پر ثبات او امنیت چې پخپله  هم له افراط پالنې سره مخامخ دی. ډيرې  منفي اغیزې شیندلي دي ،  او  د هر هیواد په وسیله  په داخلی چاپيریال کې  د بې ثباته کونکو کړچارونو غوره کول ،  یو ه بې منطقه او له عقله لیرې  چاره ښکاري .

 البته باید پام ولرل شي ،پر دې سربیره ،چې  امریکا هڅه کوي ،په افغانستان کې  له ترهه ګرۍ او تاؤتریخوالي  څخه په ملاتړ  د پاکستان په تورنولو سره ، اسلام اباد په سیمه ایزې او نړیوالې فضا کې بدنام کړي  ، په لټه کې ده،   په دغه ډول تورونو لګولو سره  دپآکستان  او افغانستان ترمنیځ   اړیکې  هم  لازیاتې ترینګلي کړي .

 د کابل او اسلام اباد ترمینځ د اختلافاتو او تاؤتریخوالو شتون  دا زمینه برابروي ، چې  امریکا د افغانستان د حکومت او ملت لپاره   له پاکستانه د ویرولو  د پروسيې په پرمخ بیولوسره د پاکستان  د هر ډول احتمالي اقدام په وړاندې  له دغه هیواده د ملاتړ  په پلمو سره   خپل پوځي شتون توجیه کړي .

 داپه داسې حال کې دي چې   د افغانستان او پاکستان پشمول  دسیمه ایز امنتی تامیندا به  د هیوادونو ترمینځّ له ملګرتیا پرته  ترلاسه نشي  او له سیمه  د ورآخوا لوبغاړو  لاسوهنې  یوازې د تاؤتریخوالو او بې ثباتیو د لازیاتیدا لامل کیږي .

 

ټیګونه

کمنټونه