May 29, 2020 13:10 Asia/Kabul
  • پاکستان په سیمه کښې د اټومي سیالۍ مخالف دی

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د خپل هیواد د اټومي ازموینو د دوه ویشتمې (۲۲) کلیزې په مناسبت یوه (۱) پیغام کښې وویل د پاکستان د اټومي قدرت هدف دفاعي او د دغه هیواد د ملي امنیت تضمینول دي خو په عین حال کښې اسلام اباد په سیمه کښې د هرډول اټومي او دودیزو وسله والو سیالیو مخالف دی .

هغه زیاته کړه پاکستان په سیمه کښې د سولې ملاتړی دی او د اټومي وسلو د یوه (۱) لرونکي هیواد په توګه به د زغم لرلو او د خپل مسولیت منلو کړچار ته دوام ورکړي .

پاکستان د نولس سوه اته نویم (۱۹۹۸) میلادي کال د مي په اتویشتمه (۲۸) نیټه د هندوستان اټومي ازموینو ته په ځواب کښې څو اټومي ازموینې کړي وې .

پاکستان او هندوستان دواړه اټومي خولۍ لري او دغو دواړو هیوادونو د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز تړون این پي ټي نه دی لاسلیک کړی .

په تیر یوه(۱) کال کښې د پاکستان او د هندوستان تاوتریخوالو په هند  کوچنۍ وچې یعني برصغیر کښې د دوو (۲) اټومي سیالو هیوادونو د ټکر خطر لا پسې جدي کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه